د هرات له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۱:۲۸
د هرات له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د هرات ولایت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د دغه رياست د مرکزي څانګو له مسوولينو سره ناسته وکړه، د ناستې په ترڅ کې یې د دغه رياست د کارکوونکو د فعاليتونو د ستاينې پر مهال د اسلامي احکامو په رعايتولو او د دندو د ترسره کولو په اړوند د صادقانه کار د ترسره کولو غوښتنه وکړه. او همدا شان  پر حاضرۍ ، د بیت المال پر ساتنې او په اداري چارو کې د همغږۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د شینډنډ ولسوالۍ په خواجه آباد کلي کې د استاد سراج الدین سراج لومړنی ښوونځی د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، د سیمې د مشرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو په حضور کې پرانیستل شو.
د هرات ولايت د ښوونې او روزنې آمر وويل: پوهنې رياست هڅه کوي، چې په محرومو او لرې پرتو سيمو کې هم د هېواد د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړي.

د هرات پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالجلیل مزمل او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت شینډنډ او زاول ولسوالیو ته په یوه کاري سفر کې، د واعظ کاشفي د هلکانو، د مرکز د نجونو او هلکانو او د بالا منځني او عالي لېسو څخه لیدنه وکړه. د شینډنډ ولسوالۍ او همدارنګه په دې کتنه کې د زاول ولسوالۍ د هلکانو او نجونو له لیسو او د زاول ولسوالۍ د هوایي ډګر له لېسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د يادو ښوونځيو د اداري او تدريسي چارو د ارزونې او له زده کوونکو سره د ليدنې پرمهال د اداري او ښوونيزو پروګرامونو د عملي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د هرات ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت میاشتنۍ غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني په مشرۍ د هرات د مرکز او ولسوالیو د سواد زده کړې له مسوولینو سره جوړه شوه.
 د هرات ولايت د سواد زده کړې آمر د دغه رياست د فعاليتونو په باب د راپور د وړاندې کولو ترڅنګ زياته کړه: سږ کال د مخکني پلان له مخې په ښار او ولسواليو کې د سواد زده کړې پروګرامونو ته ٤٥٠٠ تنه زده کوونکي جذب شوي دي.
ورپسې د هرات د پوهنې رئیس د غونډې د ګډونوالو د فعالیتونو، ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د پوهې او سواد زده کړې پرمختګ یې د ا.ا له لومړیتوبونو څخه وبلل. او په افغانستان کې یې د ټولو ولسوالیو په کچه د دغه پروګرام د پراختیا غوښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS