د خوراک نړۍوال سازمان استازي د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معين سره وکتل
د خوراک نړۍوال سازمان د مرستیال ښاغلي هارلډ په مشرۍ یوه پلاوي د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معين الحاج مولوي سخاءالله سعید سره وکتل.
د ياد پلاوي د لیدنې موخه، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د زده کوونکو د تغذیې وضعیت څېړل او په يادو سیمو کې د پوهنې پر زده کوونکو د خوراکي توکو د وېش د بهیر همغږي کول وو.
دغه راز د خوړو د نړۍوال سازمان مرستيال ټينګار وکړ چې ياد سازمان په پام کې لري، د لرې پرتو او محرومو سيمو په ښوونځيو کې د تغذيې له ستونزې سره مخ زده کوونکي وپېژني او پر هغوى خوراکي او غذايي مواد ووېشي.
ياد پلاوي د افغانستان په پنځو ولايتونو کې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنې له معين څخه يې وغوښتل چې د نورو ولايتونو زده کوونکو ته د يادو مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید د خوراکي توکو پر رښتینولۍ د ټینګار تر څنګ، د ياد سازمان د بشردوستانه همکاریو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت به د مرستو رسولو پروګرامونو په تطبیق کې همکاري وکړي.
