په فراه ولايت کې دوه بابه ښوونځي فعال شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۱۹
15

د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ اړوند په تیلي کمند او سیا کوشي کلیو کې ۲ بابه لومړني ښوونځي چې له کلونو راهیسې غیرفعال وو، د یادې سیمې د ځایي خلکو د غوښتنې په پایله کې د پوهنې وزارت له لوري بیاځلې فعال او د زده کوونکو پر مخ خلاص شول.

د فراه ولايت پوهنې رياست مشرتابه د يادې ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د پوهنې د پياوړتيا او پرمختګ لپاره لازياتې هڅې وکړي او خپل اولادونه د علم او پوهې ترلاسه کولو ته وهڅوي.

د سیمې اوسېدونکو د خپلو بچیانو لپاره د زده کړو د آسانتیا د برابرېدلو له امله د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه مننه او قدرداني وکړه،

د يادونې وړ ده، چې د يادو لومړنيو ښوونځيو په بيا ځلې فعالېدو سره شاوخوا ۹۰۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS