د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو مسلکي سیمینار پای ته ورسېد

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۴۰
10

هغه سيمينار چې تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رياست د کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوی و، د ياد وزارت د کیفیت د معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق په ویناء پای ته ورسېد.

د پوهنې وزارت معين په خپلو خبرو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د وړتيا لوړولو په برخه کې، د ښوونیزو او مسلکي سیمینارونو جوړول خورا مهم وبلل او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو په خپلو ارزونو کې د ټاکل شویو معیارونو په رعایت سره اړوند اسناد بايد په علمي ډول وارزوي.

ورپسې د یاد سیمینار یو شمېر ګډون والو هم د نورو په استازیتوب د خپلو کاري او مسلکي وړتياوو د لوړولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو خوښي څرګنده کړه او دې دا ډول سيمينارونو د پراختیا غوښتنه يې وکړه.

مراسم په دعائيې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS