په میدان وردګ ولایت کې د یو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د میدان وردګ ولایت خلکو د پوهنې د ملاتړ او پراختیا په موخه خپله شخصي ځمکه، د یاد ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند په اونخي په سیمه کې د مظهریه مدرسې ودانۍ جوړولو لپاره وقف کړه.
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د یاد ولایت د پوهنې ریاست له بودیجې څخه د مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي او پاتې نور لګښت به یې د سيدآباد ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا ورکړل شي.
د پوهنې ریاست مسئولینو او علماوو د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د ښوونیزو بنسټونو د جوړولو د اجر او ثواب په اړه معلومات ورکړل.
په پام کې ده، چې د یادې دیني مدرسې ودانۍ به ۳ درسي خونې له ټولو اړینو ملحقاتو سره ولري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د پوهنیز نظام څخه د خلکو په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د پوهنې له مینه والو څخه مننه کوي.