د لوګر ولایت په دوه بابه ښوونځیو کې د څو پروژو علمي کارونه پیل شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۴:۵۸
14

د پوهنې وزارت او د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د لوګر ولایت ازره ولسوالۍ اړوند په محمد خېل او موسی خان ښوونځیو کې د یو شمېر پروژو عملي کارونه پیل شول.

په یادو پروژو کې: د احاطوي دېوالونو جوړول، د لمریزې برېښنا ښیښو نصبول، د پاکو اوبو د ژورو څاګانو کیندل او اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د يادو پروژو ټولیز لګښت ۸ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د یاد بنسټ له لوري ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو ښوونځيو د بيارغونې د کارونو په بشپړېدلو سره به شاوخوا ۲ زرو زده کوونکو ته د زده کړو لازمې آسانتياوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS