د اروزګان ولایت په ښوونځیو کې یو شمېر پروژې بشپړې شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۰:۴۱
32

د یو همکار بنسټ له لوري د ۵۳ ميليونه ۵۱۹ زره ۵۳۷ افغانیو په لګښت، داروزګان ولایت په مرکز ترينکوټ، چورې، چنارتو، خاص اروزګان، ګيزاب، دهراوود او چهارچينو ولسواليو په اړوندو ښوونځيو کې شاوخوا لس پروژې پیل شوې وې، چې او سمهال د یادو پروژو له جملې څخه د وزیرخان، د نجونو ابتدائیه او د چورې ولسوالۍ د عایشه زایي په ښوونځيو کې د درې بابه پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یادو پروژو کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصبول، د پاکو اوبو څاګانو کیندل، د اوبو رسولو سیسټم غځول او د نورو اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام د ملاتړ په برخه کې د مرسته کوونکو بنسټونو او د پوهنې دوستو خلکو له همکارۍ څخه هرکلی کوي او د هېواد ماشومانو لپاره یې د پوهنیزو او تحصیلي آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د دا ډول مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS