په غزني ولایت کې درې جرېبه دولتي ځمکه بېرته د پوهنې وزارت په ملکیت کې ثبت شوه
د غزني ولایت د پوهنې ریاست د هڅو او د یاد ولایت قره باغ ولسوالۍ د قومي مشرانو په همکارۍ، ۳ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او د پوهنې وزارت په ملکیت کې ثبت شوه.
د معلوماتو له مخې یاده ځمکه په قره باغ ولسوالۍ کې د نوروز بابا د لومړني ښوونځي ودانۍ جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیز نظام څخه د ملاتړ په موخه، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د مشرانو او علم پروره خلکو له هڅو او پاملرنې مننه کوي.