د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي دکاپیسا ولایت له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۲:۵۶
fghj
د مولوي محمد نعیم عمر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي کاپیسا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له پوهنې مسئولینو سره په یو شمېر مهمو ښوونیزو او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په پیل کې د کاپیسا پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پوهنې ریاست د کړنو یادونه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي وویل، دغه ولایت ته د دوی د سفر اساسي موخه د یو تن امام او دیني مبلغ معرفي کول، د پوهنې ریاست د تدریسي نصاب څخه څارنه او د ښوونیزو بنسټونو د منسوبینو د صورت او سیرت ارزونه ده.
غونډه پر یو شمېر مهمو پرېکړو سربېره، د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS