د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د کاپیسا ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۰
fdg

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني چې د کاپیسا ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت په ارزونې بوخت دی، نن د پوهنې مسئولینو په ملتیا د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د پوهنې کارکوونکو لپاره له احصائیوي سیمینار څخه لیدنه وکړه.

همدارنګه نوموړي په ادارو کې د کره شمېرو او احصائیو درلودل مهم وګڼل او له ګډون والو یې وغوښتل تر څو د روزونکو له خوا په سیمینار کې له وړاندې شویو معلوماتو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

دغه راز د سيمينار ګډون والو د دغه ډول مسلکي سيمينارونو جوړول د کارکوونکو وړتیا لوړولو او د چارو د لاپرمختګ په برخه کې مهم وبلل او له مسئولينو يې وغوښتل چې په راتلونکي کې هم د دا ډول سيمينارونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د یوې مدرسې لپاره درسي ټولګي جوړېږي

د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ خلکو چې تېر کال يې د يادې ولسوالۍ لنډاکي وړه په کلي کې د فاروقيه مدرسې لپاره دوه جرېبه ځمکه ورکړې وه، اوس چمتو دي چې همدغې مدرسې ته درې درسي ټولګي او يو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخار ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي چې تخار ولایت ته د رسمي چارو په موخه تللی، نن یې د یاد ولایت د پوهنې ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس د کاپیسا ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس الحاج مولوي بسم الله نعماني چې د کاپیسا ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت په ارزونې بوخت دی، نن د پوهنې مسئولینو په ملتیا د یاد ولایت تګاب ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS