د تخار ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۲۳
rtt

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي چې تخار ولایت ته د رسمي چارو په موخه تللی، نن یې د یاد ولایت د پوهنې ریاست نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار پرانیست.

د تخار پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد د ورغلي پلاوي څخه هرکلی وکړ او د پلانونو د پلي کولو په برخه کې یې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ټاکل شوې د یاد پنځه ورځني سیمینار په ترڅ کې به د پوهنې ریاست نوي ګمارل شوي کارکوونکي د کتابونو د ساتنې او اداري بنسټونو په برخو کې وروزل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS