د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۵۱
ffffffffff

بلخ:

د خیریه بنسټونو او د ښوونځیو شوراګانو په همکارۍ د ۱۲۰ زره افغانیو په لګښت، د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مقصدالله شهید، عبدالقادر خلمي، دقیقي بلخي او میر غلام محمد ربېع لېسو د ترمیم او تجهیز په موخه مرسته وشوه.

میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند د ذیولات عالي لېسې نوښتګرو زده کوونکو خپل عملي تخنیکي کارونه چې پکې اسکواټرونه، الوتکې، د اوبو ګرمولو ماشینونه او نور وسایل شامل وو، د پوهنې د مسئولینو په حضور کې نندارې ته کېښودل.

د یو بل خبر له مخې:

د یاد ولایت د سیداباد ولسوالۍ علم پروره اوسېدونکو د ۴۱ زره ۶۰۰ افغانیو په ارزښت ۸ سپینې تختې چې مارکرونه او نور لوازم ورسره وو، په دغه ولسوالۍ کې د انصارالله لومړني ښوونځي سره مرسته وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS