د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۴
123

- پکتیکا

د پوهنې وزارت کارپوهانو له لوري، د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، دغه ورکشاپ د پوهنې کارکوونکو د اداري او مسلکي مهارتونو لاښه والي لپاره ګټور وباله.

- همدارنګه د پکتیکا ولایت پوهنې مسئولینو په یوه خبرپاڼه کې راپور ورکړی، چې د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ پوهنې مسئولینو او خصوصي روغتیایي سکټورونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دې ولسوالۍ ښوونکي او زده کونکي کولی شي، د پکتیکا په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې له ۳۰، ۵۰ او۱۰۰ سلنې تخفیف څخه ګټه پورته کړي.

- سمنګان:

د خصوصي مدارسو او ښوونځیو د مسئولینو وړتیا لوړولو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار؛ د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لخوا د مدیریتي کړنو لاښه کولو او د اجرائیوي او اداري چارو په برخه کې د چارواکو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه پرانیستل شو.

- پکتیا:

د پوهنې وزارت کارپوهانو لخوا د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو کارکوونکو لپاره " اداره او غوره مدیریت" تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو او ټاکل شوې ده، چې د ۶ ورځو لپاره به دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS