د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۳۸
123

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د یاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار لومړۍ، دویمي او شپږمې تعلیمي ناحیو د ۲۵ بابه خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره په کتنه کې، د پوهني وزارت د مقام له هدایت سره سم د اسلامي اصولو او افغاني دودونو په چوکاټ کې د یونیفورم په تړاو لازمې سپارښتني وکړې.

د یادو تعلیمي مرکزونو مسئولینو په پوره خوښۍ سره له دغو سپارښتنو څخه هرکلی وکړ او دا یې د خپلو زده کوونکو لپاره یو تر ټولو مهم او مثبت ګام وباله.

دغه راز د تېرې اوونۍ پر مهال د پوهنې وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

همدارنګه د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د ښوونبزو مرکزونو منسوبینو ته دیني درسونو دوام درلود. لکه؛ د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS