د پوهنې وزارت سرپرست په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۳:۱۱
cfsx\c

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې رئیس، مسئولینو، یو شمېر جیدو علماءکرامو او استادانو په ملتیا، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ او د صالحي لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره یې کېښوده.
یاده ودانۍ چې د عامو خلکو په مرسته د ۱۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، ټولې اړینې آسانتیاوې به لري او په ترڅ کې به یې د سلګونو زده کونکو لپاره خوندي ښوونیز او روزنیز چاپېریال رامنځته شي.
د پوهنې وزارت سرپرست په خپله وینا کې له پوهنیز نظام څخه د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ څخه د ستاینې ترڅنګ، د علم او پوهې ارزښت په هکله مفصله وینا وکړه او د تعلیمي مرکزونو جوړول یې د هېواد روښانه راتلونکي لپاره یو مهم ګام وباله.
د غزني ولایت پوهنې رئیس هم دغه کړنه د پوهنې وزارت او عامو خلکو ترمنځ د همکارۍ او پیوستون یوه ښکاره بېلګه وبلله.

د یو بل خبر له مخې:
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د مهمو څانګو له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل او د غزني ولایت پوهنیز وضعیت په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د سرپرست او ورسره مل پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او د یادې ادارې د دندو او فعالیتونو په اړه یې د لنډ راپور وړاندې کولو سربېره، د خپلې اړوندې څانګې ځینې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS