د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس هرات ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۸
14

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍ، د پوهنې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو یو ګډ پلاوي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره بحث او خبرې اترې وکړې.
د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس وویل: هرات ولایت ته د پلاوي د سفر اساسي موخه، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د وضعیت او په هغه ولایت کې د ودانیزو او ترمیمي پروژو څېړنه ده.
ورپسې د هرات ولایت پوهنې رئیس د پلاوي له ورتګ څخه هرکلی وکړ او د خپل اړوند ریاست له خوا یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS