غزني ولایت کې د ۳.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې بیارغونې چارې پيل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۰:۲۶
45

د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ اړوند برکات کلي کې د محمدیه دیني مدرسې بیارغونې او ترمیم چارې، د الخیر خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۳.۵ مېلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د هېواد بچیانو د سالمې زده کړې او د ټولنې بشپړې اصلاح برخه کې د دیني مدارسو د اهمیت په اړه د خبرو کولو پرمهال څرګنده کړه، چې په یاده پروژه کې احاطوي دېوال، ډوډۍ خوړلو او د غونډو تالارونو بیارغونه شامله ده، چې ټاکل شوې ده د ۴ میاشتو په اوږدو کې د یادې مدرسې د طالب العلمانو لپاه ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS