د غزني ولایت ښوونځیو ته د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د پوهنې یوې همکارې ادارې لخوا د ۷۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي مرستو وېش بهیر، په رسمي ډول د غزني ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې پیل شو.
پورته ذکر شويو درسي مرستو کې کتابونه، د ښوونځي بکسونه، خېمې، تورې تختې، د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې درسي کتابونه او نور اړین توکي شامل دي او له پلان سره سم به د ښوونځیو زدهکوونکو ته ووېشل شي.
د پوهنې رئیس په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې دا تدریسي مرستې به په شفاف ډول د مسئولې کمېټې لخوا د هغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته توضېع شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیزنظام سره د همکارو ادارو مرستې ستایي او دا ډول اقدامات په ټولنه کې د پوهنې لاښه والي لپاره یو مهم ګام ګڼي.