په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې
د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
اوسمهال په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۲۵۰ تنه زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي.
