په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره پیل شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، دغه روزنیز پروګرام د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اغېزمنو تدریسي میتودونو پیاوړتیا او د زدهکړو د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه جوړ شوی دی.
په یاد ورکشاپ کې د مسلکي پراختیا غړو له لوري ګډونوالو ته عملي لارې چارې او نوې تدریسي طریقې وړاندې کېږي.
