د پکتیا ولایت مدرسینو او ښوونکو لپاره "د ارزونې کړنلاره" تر سرلیک لاندې سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۵۰
5454

د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري، د پوهنې وزارت سره په همغږۍ، د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمرینو، د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو او د تعلیمي ادارو مسئولینو لپاره د "ارزونې کړنلاره" ترسرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس محترم مولوي محمد صابر فاروقي، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي او چارواکو په کې ګډون درلود.

د پروګرام په پیل کې د پوهنې رئیس ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووایه او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له رئیس او کارکوونکو څخه یې د ستاینې په ترڅ کې وویل: د سیمینار له لاسته راوړنو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ، ترڅو دغه لاسته راوړنې په خپلو ورځنیو رسمي چارو کې د کار کیفیت لاښه‌والي په موخه پلي شي.

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس هم په خپله وینا کې څرګنده کړه: د چارو ادارې لوی ریاست هڅه کوي خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې پر بنسټ یې "د اداري پروسو ساده کولو ریاست" تاسیس شوی دی.

په پای کې همدغه سیمینار په رسمي ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست کارپوهانو لخوا پرانیستل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS