د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې نوی ښوونیز کال پیل شو
هر کال د پوهنې وزارت له لایحې سره سم، د وږي په ۱۵مه، د هېواد د ګرمو سیمو او ولایتونو ښوونیز کال په ځانګړو او شاندارو مراسمو سره پیل کېږي.
دغه راز سږ کال هم په هغو غونډو کې چې پکې د پوهنې رئیسانو، چارواکو، ښوونکو، زدهکوونکو، د سیمهییزو ادارو یو شمېر مسئولینو او علماءکرامو برخه درلوده، پيل شو.
په یادو غونډو کې چارواکو او ویناوالو، د ټولنې د اصلاح او د ملت د هوساینې لپاره د ښوونې او روزنې ګټو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت د خپلو چمتو شویو پلانونو او پروګرامونو سره سم لازیاتې هڅې کوي ترڅو د هېواد په ټولو برخو، په ځانګړې توګه لېرې پرتو سیمو کې ښوونیز او روزنیز چوپړونه لاپسې پراخ کړي.
علماءکرامو او نورو ویناوالو هم د اسلام د مقدس دین له نظره د علم او پوهې په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د زدهکړې او پوهې لپاره مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
مراسم د تعلیم د پرمختګ او د هېواد د مجاهد ملت د هوساینې او سوکالۍ لپاره دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
