د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو نوى رئیس معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۳۱
بیا

محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب، چې مخکې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست رئیس و، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معين محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده له لوري د ياد وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته  وروپېژندل شو.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معين په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال، د پخواني رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرزاق صدیق له کړنو ستاینه وکړه، مسوولیت یې یو دروند امانت وباله او نوي رئیس ته یې د خپلو دندو په ترسره کولو کې د بریاوو هیله څرګنده کړه.
په پای کې، د مدارسو او دارالحفاظونو نوي رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په بشپړې همکارۍ سره د دغه ریاست چارې په منظم ډول پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

BACK TO NEWS