له یو شمېر کډوالو ماشومانو څخه په ښوونځیو کې د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست، ملک ته له راستنو شویو ۴۵۰ تنو کډوالو ماشومانوڅخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده، د علم او زدهکړې د ارزښت په اړه د هر اړخیزو خبرو ترڅنګ، له ګډونوالو وغوښتل چې د پوهنې وزارت له لوري د رامنځته شویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د نوموړي په خبره، ټاکل شوې ده چې یاد ماشومان د ښوونیزې سویې د تثبیت له ازموینې وروسته، د هغوی د زدهکړې کچې له مخې د کابل ښار په ښوونځیو کې شامل شي.
