د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
4744

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند، فراه، لوګر او کاپیسا ولایتونو د پوهنې رياستونو د دعوت او ارشاد مسوولینو له لوري د ولسوالیو په کچه له امارتي او خصوصي ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو څخه د تدریسي بهیر څارنه ترسره شوه.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد اړوند دیني او روزنیزو درسونو لړۍ هم دوام درلود. په دغو درسونو کې د اسلامي ارزښتونو، ښو اخلاقو، اداري مسوولیت‌پالنې، د اسلامي لارښوونو د مراعاتولو او په کاري چاپېریال کې د غوره چلند پر اهمیت ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له یوه ښوونځي سره د کمپیوټرونو مرسته وشوه 

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ‌آباد کلي یوه معارف‌دوسته اوسېدونکي، د همدې ولسوالۍ له شیخ‌آباد عالي لېسې سره د ۹۰ زره او ۳۷۰ افغانیو په ارزښت د ۱۰ پایې کمپیوټرونو او یو. . .

BACK TO NEWS