په فاریاب او نورستان کې له ښوونیزو مرکزونو څخه حمایوي څارنه وشوه
د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ ریاست مرکزي پلاوي، د وږي له ۲۲مې تر ۲۸مې نېټې پورې په فاریاب او نورستان ولایتونو کې له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه حمایوي څارنه ترسره کړه.
د يادې څارنې په ترڅ کې د ساینس او ریاضیاتو لابراتوارونو، کمپیوټر خونو او کتابتونونو وضعیت، د شته امکاناتو د کارونې او د عملي زدهکړو بهیر و ارزول شو او اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
