د پوهنې وزارت مالي او اداري معین د زابل ولایت د ښوونکو له ښارګوټي لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۵
1

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د زابل ولایت د پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي په ملتیا د یاد ولایت د ښوونکو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او اړوندې چارې یې و ارزولې.
په ورته مهال، د زابل ولایت پوهنې رئیس د ښوونکو ښارګوټي په اړه معلومات له مالي او اداري معین سره شریک کړل او د ښارګوټي د وضعیت، شته امکاناتو او اړوندو چارو په اړه یې وضاحت ورکړ.
ورپسې، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین وویل، چې د دغې لیدنې اساسي موخه د ښوونکو ښارګوټي او اړوندو ام/رتي چارو له نږدې ارزونه ده.
 نوموړي د ښوونکو د ژوند د شرایطو پر ښه‌والي، د هغوی د ستونزو پر ارزونه او د اړوندو چارو پر منظم پرمختګ ټینګار وکړ.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ښوونکو د اړتیاوو او ستونزو درک کول او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته د مناسبو حل‌لارو موندل، د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

په میدان‌وردګ کې د یوه ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د میدان‌وردګ ولایت حصه اول بهسودو ولسوالۍ اړوند دهن ګرم‌آب ښوونځي ودانۍ د پوهنې وزارت له مېزانیې څخه د ۱۵۷ زره افغانیو په لګښت په اساسي ډول بیاورغول شوه او د پوهنې مسوولینو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۵
Background image

په سوېل ختیز زون کې د اغېزمنې زده‌کړې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي او د پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست ولایتونو پوهنې مسوولینو په حضور کې، د یادو ولایتونو د تدریسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

د پوهنې وزارت مرکزي مسوولینو له لوري د سړو سیمو په ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو بهیر څارل کېږي

د ملک په سړو سیمو کې د کلنیو ازموینو د درېیمې ورځې له پیل سره، په ښوونځیو کې د کلنیو ازموینو ترڅنګ د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو معیاري ازموینې هم روانې دي.
د ازموینو د بهیر د روڼتیا او. . .

BACK TO NEWS