د پوهنې وزارت مالي او اداري معین د زابل ولایت د ښوونکو له ښارګوټي لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل، د زابل ولایت د پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي په ملتیا د یاد ولایت د ښوونکو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او اړوندې چارې یې و ارزولې.
په ورته مهال، د زابل ولایت پوهنې رئیس د ښوونکو ښارګوټي په اړه معلومات له مالي او اداري معین سره شریک کړل او د ښارګوټي د وضعیت، شته امکاناتو او اړوندو چارو په اړه یې وضاحت ورکړ.
ورپسې، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین وویل، چې د دغې لیدنې اساسي موخه د ښوونکو ښارګوټي او اړوندو ام/رتي چارو له نږدې ارزونه ده.
نوموړي د ښوونکو د ژوند د شرایطو پر ښهوالي، د هغوی د ستونزو پر ارزونه او د اړوندو چارو پر منظم پرمختګ ټینګار وکړ.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د ښوونکو د اړتیاوو او ستونزو درک کول او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته د مناسبو حللارو موندل، د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
