جاني خیلو کې یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۳
moe

د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ کې د اورګوړ لیسې د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په
ترځ کې کېښودل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځي وایي، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي ، چې د احاطې دېوال او نورو آسانتیاو تر ځنګ ۱۰ درسي ټولګي او دوه اداري خونې ولري.
ښاغلي ځاځي د ودانۍ د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سیمې خلکو ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دولت د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه اړولې او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسي ومومي.

د پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ د ساتلو ترڅنګ خپل اولادونه د یوې ښې راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۱:۲۷
Background image

د اسلامي زده کړو معینیت له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په سپارښتنه، د یاد وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له کارکوونکو څخه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه د تدریس شوي نصاب له مخې ازموینه واخیستل شوه، تر څو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

په کندهار زون کې د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت له لوري د کندهار زون مدارسو د مدرسینو مسلکي وړتیا لوړولو لپاره ۶ ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.

په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د کابل ولایت په اړوندو کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د کابل ولایت چهار اسیاب ولسوالۍ اړوند "کاروان اسلامي" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د پوهنې. . .

BACK TO NEWS