جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۴۷
جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې د زده کوونکو دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
په دې نندارتون کې چې دیادې لېسې دلسمو ټولګیو د(تشبث) مضمون زده کوونکو پکې برخه اخېستې د زده کوونکو په لاس ګنډل شوي او همدا راز چمتو شوي خوراکونه نندارې ته ایښودل شوي دي. دغه زده کوونکي وایې له دې کاره یې موخه د تشبث په مضمون کې د نوښتګری سوداګرۍ په اړه د لوستل شویو درسونو عملي تجربې ترسره کول دي.
د نندارتون ګډونوالو ته د ښار پوهنې امر احمد شاه اقبال په خپلو خبرو کې د دغو زده کوونکو د نوښت ستاینه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې ریاست مشرتابه به دهغوی د نوښتونو ملاتړ کوي او د هغوی د لاهڅونې لپاره به له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي.
دوی همداراز دتشبث مضمون زده کوونکي وهڅول چې له دې لارې کولای شي له خپلو کورنیو سره د اقتصادي ستونزو په هواري کې هم مرسته وکړي .دا نندارتون به د درېو ورځو لپاره د نازوانا لېسې په انګړ کې د زده کوونکو پر مخ پرانستی وي.
نوټ: د تشبث مضمون چې د نوښت، سوداګرۍ شروع کولو، تولید، مارکیټ موندنې او په کمه پانګه د ډیر عاید لاسته راوړلو په اړه د زده کوونکو پوهه او مهارتونه پیاوړي کوي او د سوداګرۍ انګیزه پنځوي، د ننګرهار په پېنځو (۲ښځینه او ۳ نارینه) ښوونځیو کې په ازمایښتي ډول د اختیاري مضمون په توګه د اوس لپاره په لسمو ټولګیو کې تدریسیږي. پوهنې وزارت ۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو لپاره ددې مضمون نصاب چمتو کړی، چې په راتلونکې کې به د اختیاري مضمون په توګه په ټولو ښوونځیو کې تدریسږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۷:۱۰
Background image

د پوهنې وزارت سره د یونسکو همکارۍ دوام لري

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلی رنګینې حمیدي د یونسکو مسوول ښاغلی جورډن نایډو سره نن پنجشنبه د چنګاښ ۱۲مه په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلی نایډو د پوهنې وزارت د نوي مشري. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۷:۱۸
Background image

ملي او محلي ملاتړ د ښوونې او روزنې د سیستم د پیاوړتیا لپاره مؤثره دی

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینې حمیدي نن د چهارشنبي په ورځ، د سرطان په ۱۱مه نیټه د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات، خوست، جوزجان او سرپل ولایتونو د پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۹:۳۶
Background image

پوهنې وزارت د سوداګرو او ملي پانګوالو د همکارۍ هرکلی کوي

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې وزيرې آغلې رنګينې حميدي د افغان جرمن د سوداګريز اتاق مسوول او د اقتصادي شورا غړي ښاغلي جلال الدين سعيد سره ولیدل.

ښاغلي سعيد د پوهنې وزارت سره د. . .

BACK TO NEWS