جوزجان ولایت کې د نږدې ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي درسي ټولګي ترمیم شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۰
2515

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند ینګي‌آریغ سیمې الحاقیې لېسې اووه درسي ټولګي، د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د سیمې د خلکو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: په تېرو څو لسیزو کې زموږ ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ وه؛ خو اوس په اسلامي نظام کې علم او پوهې ته پاملرنه یوه اساسي اړتیا بلل کېږي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د دغو ټولګیو په ترمیم سره شاوخوا ۲۵۰ تنو زده‌کوونکو ته په یوه خوندي او معیاري چاپېریال کې د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS