د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
gf

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په لګښت په بریالیتوب سره بشپړې شوې.
د یاد ښوونځي د بیارغونې چارې د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره د یوه پاک، منظم او مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په موخه ترسره شوې دي.
تمه کېږي چې د ښوونځي د انګړ د پلي‌لارو په ډبرو فرش کول به د ښوونځي د ښکلا او نظم په ښه والي، او همداراز د زده‌کوونکو او ښوونکو د تګ‌راتګ په اسانتیا کې مثبت او د پام وړ اغېز ولري.
د چک ولسوالۍ پوهنې آمر له مرسته کوونکو څخه د زړه له کومې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د پوهنې‌دوستو او خیرغوښتونکو هېوادوالو مرستې او همکارۍ به د پوهنې د ودې، د ښوونیزو بنسټونو د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د لا ډېرو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې همداسې دوام ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS