خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ پیل شوې 

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ پیل شوې 

د خوست ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د ښوونځیو تر منځ علمي سیالۍ دپوهنې ریاست اړوند د ساینس په مرکز کې پیل شوې.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئيس نصیر احمد روښان وویل دا ډول سیالۍ موخه یې د زده کوونکو ته د خپلواکۍ په باب معلومات ورکول، د زده کوونکو وړتیاوې لوړول، او د خپلو مهارتونو له نورو سره شریکول دي،چې دا شان سیالۍ د زده کوونکو جرائت او پر ځان باور زیاتوي. 
یاده سیالۍ د خوست ولایت د مرکز اړوند د شهید مطیع الله او ازادۍ مینې لېسو د ۷۲ تنو زده کوونکو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې شهید مطیع الله لېسې لومړي مقام تر لاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ به د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ جوړي شي، چې دهر ښوونځي ۳۶ تنه زده کوونکي پکې ګډون کوي، چې د کیمیا، ریاضي، فزیک او بیولوژي په برخو کې ورڅخه پوښتنې کېږي او په خپل نوبت سره به زده کوونکي ځواب ورکوي.
په پای کې ټولو ګډون کوونکو زده کوونکو ته قرطاسیه، ممتازو زده کوونکو ته نغدي ډالۍ او ګټوونکي لېسې ته د لابراتوار ۷۰ قلمه بېلا بېل مواد ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۱
Background image

په کندوز کې ښوونځي ته یو جریب ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د قلعه‌ذال ولسوالۍ پوهنې مینه‌والو د یادې ولسوالۍ اړوند «جنګل» لومړني ښوونځي ته شاوخوا یو جریب ځمکه وقف کړې، چې څه د پاسه۴۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

BACK TO NEWS