خوست کې د نظارت غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د خوست ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نظارت ۲۴ تنو غړو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روشان د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، د نظارت غړو روزنه ځکه ډېره اړینه ده چې دوی د درسي بهیر د څارنې مسوولیت لري او د نظارت برخې غښتلتیا د ښوونیز بهیر غښتلتیا ده
د پوهنې رئیس د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
یاد ورکشاپ د یونیسف اداري په مالي ملاتړ جوړ شوي، چې موخه یې په څارنه کې د نظارت غړو ظرفیت لوړونه ده، دا ورکشاپ به د نظارت غړو سره د پلان جوړونې، د درسي میتود څخه د څارنې ، مشاهدې، راپور ورکولو او ارزیابی په برخه کې مرسته وکړي.
د پوهنې رییس د یونیسف له ادارې هم مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست کارکونکواو د ښوونکو سره دظرفیتونو په لوړه ولو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.
