خوست کې د نظارت غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Tue, Jul 02 2019 2:59 PM
خوست کې د نظارت غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د خوست ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نظارت ۲۴ تنو غړو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو. 
د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روشان د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، د نظارت غړو روزنه ځکه ډېره اړینه ده چې دوی د درسي بهیر د څارنې مسوولیت لري او د نظارت برخې غښتلتیا د ښوونیز بهیر غښتلتیا ده
د پوهنې رئیس د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
یاد ورکشاپ د یونیسف اداري په مالي ملاتړ جوړ شوي، چې موخه یې په څارنه کې د نظارت غړو ظرفیت لوړونه ده، دا ورکشاپ به د نظارت غړو سره د پلان جوړونې، د درسي میتود څخه د څارنې ، مشاهدې، راپور ورکولو او ارزیابی په برخه کې مرسته وکړي.
د پوهنې رییس د یونیسف له ادارې هم مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست کارکونکواو د ښوونکو سره دظرفیتونو په لوړه ولو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS