دبغلان ولايت د اسلامي زده کړو مرستيال د دغه ولايت له يوشمير ښوونځيو څخه ليدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۱:۰
دبغلان ولايت د اسلامي زده کړو مرستيال د دغه ولايت له يوشمير ښوونځيو څخه ليدنه وکړه

د بغلان پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي عبدالرقیب حقاني او د څارنې غړو د پل حصار ولسوالۍ د نوبهار او کهف لېسو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو ته یی لازمې لارښوونې وکړي.
نوموړي د يادو ښوونځيو  د زده کوونکو د ازموينو له بهیر څخه هم څارنه وکړه او له ښوونکو يې وغوښتل، چې ازموينې په پوره  روڼتیا سره  تر سره کړي .
په پای کې د پوهنې ریاست  مرستیال د ښوونکو او زده کوونکو ستونزی واوریدلی او د حل په موخه یی د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۵
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز شریف آباد سیمه کې د جمال‌الدین عرب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، دیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۳۲
Background image

هرات ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له ۱۶۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې معلومولو په موخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه د یوه ځانګړي څارنیز پلاوي تر نظر لاندې ترسره شوه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۶
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، د ا.ا.ا. لوړپوړو مېلمنو او علماء کرامو په حضور کې د نتایجو او شهادتنامو ریاست د نوې ودانۍ بنسټ ډبره. . .

BACK TO NEWS