دبغلان ولايت پوهنې رييس له يوشمير تعليمي بنسټونو څخه ليدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۸ - ۱۲:۳۸
دبغلان ولايت پوهنې رييس له يوشمير تعليمي بنسټونو څخه ليدنه وکړه

بغلان پوهنې رئیس مولوی محمد نور عزیزي د ښوونکو روزنې، نسوان معدن ښوونځي، شهیرعزیزي خصوصي ښوونځي او په یاد ولایت کې د یونیسف موسسې لخوا جوړ شوی سمينار، کویډ ١٩ او د (A.L.C)خصوصي ښوونیز کورس څخه لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دبغلان پوهنې رييس له ښوونکو او زده کوونکو سره په ټولنه کې د ښوونې او روزنې په ارزښت علمي خبرې وکړې، زده کوونکې یی د هېواد علمي پانګه او راتلونکي جوړونکي وبلل.
هغه پر هېوادالوا غږ وکړ چې په خپل ټول توان سره خپلو دیني او عصري زده کړو ته دوام ورکړي.
نوموړي همدا رنګه ښوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له جوړ شوی پلان پرته ټولګي ته داخل نه شي او زده کوونکو ته د باکيفيته زده کړو په برابرولو کې جدي هڅې وکړي.
همداراز مولوی محمد نور عزیزی  د ښوونځيو له ښځينه ښوونکو څخه وغوښتل، چې د اسلام سپیڅلي دین اصولو او ارزښتونو ته په پام سره اسلامي حجاب ته جدي پاملرنه وکړي، څو د نورو ښځينه زده کوونکو لپاره يوه نمونه وګرځي.
په پای کې د پوهنې رئیس د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

د پوهنې وزارت با صلاحیته پلاوی د هرات ولایت ته ورسید

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري  ریاست  د رئیس محترم مفتي عزت الله نوري په مشري، د یاد وزارت تخنیکي پلاوی د تیرې پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت ته ورسید. یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۸:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت با صلاحیته پلاوی بغلان ولایت ته ورسید

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست د رئیس محترم مولوي محمداسحق حقیقي په مشري لېږل شوی څلور کسیز پلاوی د تیرې دوشنبې په ورځ  د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته ورسید.لومړی یې د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

د میرمنو د آسیایي پوهنتون رئیس د پوهنې  وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د میرمنو د آسیايي پوهنتون ( Asian University For Women) رئیس پروفیسور کمال احمد د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل .
په یاده لیدنه کې ښاغلي پروفیسور کمال. . .

BACK TO NEWS