د  پوهنې وزارت د ر هبري او نیز  مجلس دائر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۰:۲۵
جلسه نوبتی هییت رهبری وزارت معارف دایر گردید

 د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې  د  یاد وزارت  د سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله (منیر) صاحب تر مشري لاندې د رهبري مجلس دائر شو.
په دې مجلس کې چې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معینیت معین شیخ القرآن والحدیث مولوي سعیداحمد شهیدخیل صاحب، د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید صاحب، د کیفیت د تضمین د معینیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق صاحب، د دفتر لوی رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده صاحب،د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مولوي عزیزاحمد(ریان) برخه درلوده، د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه تفصیلي بحثونه او پریکړې وشوې. په یاد مجلس کې د دیني مدارسو او دارالحفاظونو د کلنیو مشترکو امتحاناتو د پروسې د تنظیم لپاره د اسلامي تعلیماتو معینیت تر اشراف لاندې یو لوړ رتبه هیئت وټاکل شو. همدارنګه پریکړه وشوه چې د ژمي له کلنیو رخصتیو څخه په استفادې سره به د هیواد په مرکز او ولایاتو کې د ښوونکو د روزنې د ریاست تر  اشراف لاندې د ښوونکو د تدریسي ظرفیتونو د لوړولو لپاره سیمینارونه دائریږي . همدارنګه فیصله وشوه چې د تعلیمي نظام تمویلوونکي موسسات او خیریه ټولنې به  هڅول کېږي ترڅو خپلې نیمګړې تعلیمي پروژې په پوره اطمینان سره بشپړې کړي او هم  به یادو مؤسساتو ته لارښوونه کېږي ترڅو خپل ټول پروګرامونه د پوهنې له وزارت سره په تفاهم او هم غږي کې پلي کړي .  
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS