د  پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو په معینیت کې د هیواد د تعلیمي ادارو د نظارت په اړه غونډه ترسره شوه 

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۲:۳۳
د  پوهنې  وزارت  د اسلامي  تعلیماتو  په معینیت  کې  د هیواد  د  تعلیمي  ادارو  د  نظارت  په  اړه   غونډه ترسره شوه 

یاد غونډه  چې د قرآن عظیم  الشان  د  څو  مبارکو  ایاتونو په  تلاوت  سره  پیل  شوه، لومړی د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت  الله  اخندزاده  وینا وکړه او په  خپله  وینا کې  یې  د  اسلامي  تعلیماتو  د معینیت  د  نظارت مسئولینو او کارمندانو  ته د هغوی دندې مشخصې کړې او سپارښتنه یې ورته وکړه چې  په خپلو اړوندو چارو کې له پوره  اخلاص  څخه  کار  واخلي، غفلت ونه کړي، په ټولو اړوندو  تدریسي  او اداري  برخو کې  په  پوره دقت  سره  معلومات  او  ارقام  را  غونډ  کړي، خیالې ادارې  او  بستونه  مشخص کړي.
ورپسې  د  اسلامي تعلیماتو  معینیت  د استعدادونو د ارزیابي  رئیس  مفتي  عبدالولي  سداد  او د مدارسو او درالحفاظونو  رئیس  مولوي عبدالرزاق  صدیق  د موضوع  په  اړه ویناوې وکړې  او  د نظارت  مسئولین  او کارمندان یې  خپلو دندو  ته  متوجه کړل. په پای کې  د نظارت د آمر  ګدا محمد  مفلح   له لوري د پروجکتور په وسیله  د نظارت عملیاتي  پلان  د  غونډې  ګډون  والو  ته  تشریح  شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS