د بامیان ولایت د سادات قوم مشرانو د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۴:۴۱
123

د بامیان ولایت د سادات قوم مشرانو په خپلو سیمو کې دځینو مدارسو او ښوونځيو د ستونزو د حل په موخه، له پوهنې وزرات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د بامیان ولایت سادات قوم مشرانو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې په خپل وار سره د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د پوهنې وزارت سرپرست یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو په حل کې به هڅې کوي او زیاته یې کړه، د پوهنې وزارت ژمن دی تر څو د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې هر ‌ډول هڅې ونه سپموي.
ورپسې د سادات قوم مشرانو د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د تطبیق او په یاد ولایت کې د ښوونیز بهیر د ودې په برخه کې د یاد وزارت مشرتابه ته له خپل لوري ملاتړ څرګند کړ.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS