د بغلان پوهنې ریاست د اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه غونډه وشوه
د بغلان پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزیزي په مشرۍ د یاد ریاست د ټول مسوولینو په ګډون ادارو کې د مثبتو اصلاحاتو راوستو او د چارو د لا ښه والی او چټکتیا په موخه غوڼده جوړه شوه.
په یاده غونډه کې لومړی د ټولو مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه د اداری مشرتابه له خوا واورېدل شول او وروسته د نظرونو له تبادلې څخه د اداري او تدریسي چارو د ښه والي او د یادو ستونزو د حل په موخه لازمی پریکړې وشوی.
1. په دفتر کې د نظم د تامین په موخه د حاضری مسوول ته هدایت وشو چې د کارکوونکو شتون په دوامداره توګه کنټرول او د هره ورځې راپور د اداري او مالي مرستیال سره شریک شي.
2. د دوشي، تاله او برفک ولسوالیو د ښوونځیو اړتیاوې او ستونزې و ارزول شوی او د حل په موخه یی لازم اقدامات وشول.
3. د همکارو بنسټونو له استازو سره میاشتنۍ ناستې ترسره کول او مشرتابه ته د خپل راپور وړاندې کول.
4. د بې وزله زده کونکو سره د مرستې لپاره د خصوصي ښوونځیو له استازو سره لیدنه اود هغوی سره د فیس په برخه کې د مرستې په اړه خبرې کول.
5. د ټول اړنده څانګو مدیرانو ته لارښوونه وشوه، چې د هرې میاشتې په پای کې خپل کاري راپورونه اړونده آمرینو ته وسپاري.
6. د ټولو څانګو کارکوونکو تر منځ کاری همغږي، د کارکوونکو متقابل درناوی، د یو بل په چارو کې نه لاسوهنه هغه مسایل وو، چې ور باندی ټینګار وشو.
په پای کې پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
