د بغلان پوهنې ریاست د اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه غونډه  وشوه

media-moe
Tue, Dec 14 2021 10:44 AM
د بغلان پوهنې ریاست د اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه غونډه  وشوه د بغلان پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزیزي په مشرۍ د یاد ریاست د ټول مسوولینو په ګډون ادارو کې د مثبتو اصلاحاتو راوستو او د چارو د لا ښه والی او چټکتیا په موخه غوڼده جوړه شوه. په یاده غونډه کې لومړی د ټولو مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه د اداری مشرتابه له خوا واورېدل شول او وروسته د نظرونو له تبادلې څخه د اداري او تدریسي چارو د ښه والي او د یادو ستونزو د حل په موخه لازمی پریکړې وشوی. 1.	په دفتر کې د نظم

د بغلان پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزیزي په مشرۍ د یاد ریاست د ټول مسوولینو په ګډون ادارو کې د مثبتو اصلاحاتو راوستو او د چارو د لا ښه والی او چټکتیا په موخه غوڼده جوړه شوه.

په یاده غونډه کې لومړی د ټولو مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه د اداری مشرتابه له خوا واورېدل شول او وروسته د نظرونو له تبادلې څخه د اداري او تدریسي چارو د ښه والي او د یادو ستونزو د حل په موخه لازمی پریکړې وشوی.

1.     په دفتر کې د نظم د تامین په موخه د حاضری مسوول ته هدایت وشو چې د کارکوونکو شتون په دوامداره توګه کنټرول او د هره ورځې راپور د اداري او مالي مرستیال سره شریک شي.

2.     د دوشي، تاله او برفک ولسوالیو د ښوونځیو اړتیاوې او ستونزې و ارزول شوی او د حل په موخه یی لازم اقدامات وشول.

3.     د همکارو بنسټونو له استازو سره میاشتنۍ ناستې ترسره کول او مشرتابه ته د خپل راپور وړاندې کول.

4.     د بې وزله زده کونکو سره د مرستې لپاره د خصوصي ښوونځیو له استازو سره لیدنه اود هغوی سره د فیس په برخه کې د مرستې په اړه خبرې کول.

5.     د ټول اړنده څانګو مدیرانو ته لارښوونه وشوه، چې د هرې میاشتې په پای کې خپل کاري راپورونه اړونده آمرینو ته وسپاري.

6.     د ټولو څانګو کارکوونکو تر منځ کاری همغږي، د کارکوونکو متقابل درناوی، د یو بل په چارو کې نه لاسوهنه هغه مسایل وو، چې  ور باندی ټینګار وشو.

په پای کې پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS