د بلخ ولایت څخه د پوهنې لنډ خبرونه

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او د دغه ولایت د جهادي مدرسې مسوول شیخ نورمحمد د بلخ له والي الحاج محمد یوسف وفا سره وکتل.
نوموړو د ولایت مشرتابه ته د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو د وړاندې کولو پرمهال د ولایت له محترم مقام څخه د دې ولایت د دیني مدارسو په برخه کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، چې د ولایت د مشرتابه له لخوا دوی ته د هر ډول مرستو وعده ورکړل شوه.
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس او د دغه ولایت یو شمېر شیعه عالمانو د دغه ولایت له والي او مشرتابه سره وکتل.
نوموړو په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو فعالیتونو او په ځانګړې توګه د شیعه ګانو د دیني مرکزونو د امنیت د ټینګولو غوښتنه وکړه، چې د ولایت مشرتابه دوی ته د هر ډول مرستو ژمنه ورکړه.
د یو بل خبر له مخې، د بلخ ولایت د پوهنې رئیس د شهید یوسف خېرخواه لېسې د ښوونکو او زده کوونکو له خوا د قرآن کریم د ختم په جوړ شوي مراسمو کې ګډون وکړ او د سیمې له خلکو څخه یې او د پوهنې په برخه کې د ښو او اغېزناکو کړنو له امله مننه وکړه.
ګډونوالو د بلخ د پوهنې ریاست له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې د وضعیت د لا ښه والي غوښتونکي شول.
همدا شان د بلخ ولايت د پوهنې رئيس د مزارشريف ښار له ښاروال شيخ عبدالرشيد سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د ياد ولايت د ښوونیز وضعيت په باب يې خبرې وکړې، وروسته يې د مزار د روضې شريفې جومات له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.
د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د ساینس عمومي مدیر عبدالجبار واحدي د دولت آباد ولسوالۍ د ابونصر فارابي لېسې څخه څارنه وکړه او د لابراتواري وسايلو د سمې ګټې اخیستنې او ساتنې په باب يې د اړوندې ادارې مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د تعلیمي څارنې غړو د توره تیږه منځني ښوونځي له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه. د درسونو د کیفیت او د اداري چارو د ښه والي په موخه یې د یادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.