په کندهار ولایت کې د یوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۳۱
548

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۸.۷ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې (جامعة الاسلامیه) او یو محراب جومات بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، دیني علماءکرامو، مدرسینو او مشرانو په حضور کې کېښودل شوه.

د مدرسې دغه ودانۍ چې ۴۰ درسي خونې، یو پخلنځی، د موټرو تم‌ځای او ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري، د سیمه‌ییز خیرخواه محترم حاجي لالا په مالي مرسته د ۸ جرېبه ځمکې په ساحه کې په دوه پوړونو کې په عصري ډول جوړېږي، چې ورسره به په اودس‌خونه سمبال یو محراب جومات هم ولري.

د کندهار ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د یادې مدرسې جوړولو کارونه به په ۱۵۰ کاري ورځو کې بشپړ شي.

د هېواد د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام لپاره د عام ولس له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS