د تخار او فاریاب ولایتونو د دیني مدارسو طلابو ترمنځ رقابتي آزموینه ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۴۲
fghj
د تخار او فاریاب ولایتونو د دیني مدارسو له (۵۳۲) تنو ط/الب العلمانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د مرکز تالقان ښار د سید عبدالرحمن شهید تجربوي لېسې په انګړ کې جوړه شوې وه، لومړی د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد د پوهنې وزارت د دارالعلمونو د رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د صرف او نحوې د رقابتي سیالیو په تړاو یې هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یادو علمي سیالیو استادانو او داورانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د يو بل خبر له مخې:
یاده آزموینه د فاریاب ولایت د مدارسو او دارالعلومونو له شاوخوا ۷۰۰ تنو زده کوونکو څخه د یو مؤظف پلاوي له لوري واخیستل شوه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د اسلامي زده کړو معینیت د پلان له مخې په څلورو ولايتونو ( تخار، فاریاب، لغمان او غزني) کې په لاره اچول شوې دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS