د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زدهکوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زدهکوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي برنامه او نندارتون د زمري میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر پایه پورې، د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ماشین خانې، جوی شیر او شاه دوشمشیرې په سیمه کې د لیدونکو پر مخ پرانیستى دى.
هیله ده چې درانه استادان، ښوونکي، طلاب او زدهکوونکي له یاد نندارتون څخه په پراخه کچه لیدنه وکړي او له معنوي او فرهنګي ارزښتونو څخه یې اعظمي ګټه واخلي.
