د زابل د ښوونځیو او ولسوالیو د پوهنې امرینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست چوکاټ کې د یونیسف همکارې موسسې له لوري د ښوونځیو او د ولسوالیو د پوهنې امرینو ته د نتایجو، مالي چارو، راپور لیکلو او راپور ورکولو برخه کې څلور ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د پوهنې رییس محترم نصرالله زاهد لومړی د ولسوالیو او ښوونځیو د امرینو څخه مننه و کړه چې په دې مالوماتي ورکشاپ کې يې ګډون وکړ همداشان يې له ټولو امرینو او مسؤلینو وغوښتل چې په دقت سره په دې ورکشاپ کې ګډون وکړي او له هغه مالوماتو څخه چې دوی ته د دې ورکشاپ له لوري وړاندي کیږي پوره ګټه واخلي .
نوموړي وویل اړتیا ده چې په ښوونځيو او د ولسوالۍ په کچه د معارف ادارې له نویو او تازه مالوماتو څخه برخمنې وي نو ځکه مو لازمه وګڼله چې د نوي مالوماتو د وړاندې کولو لپاره دا ورکشاپ جوړ کړو.
د پوهنې ریاست تل کوښښ کوی ترڅو د تازه او نویو مالوماتو د شریکولو او رسولو لپاره د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.