د زابل ولایت له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز
د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، یاد ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ښوونیز وضعیت لا ښه والي لپاره لاندې کړنې ترسره کړي دي، چې لنډیز یې په دې ډول دی:
* د یاد ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند رحمانیه مدرسې لپاره د ۳ نويو درسي ټولګیو جوړولو چارې، د سیمې د خلکو له لوري د شاوخوا ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
* د شملزو ولسوالۍ اړوند عمرانالعلوم دیني مدرسې لپاره د ۴ درسي خونو او یومحراب جومات بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري د ۲۵۰ زره افغانیو په لومړني لګښت سره کېښودل شوه.
* د شاهجوی ولسوالۍ اړوند ابو مسلم خراساني لومړني ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه کیندلو چارې، د سیمې د اوسېدونکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا د غړو په مالي همکارۍ پیل شوې، چې لومړنی لګښت یې له ۳۰ زره افغانیو زیات اټکل شوی دی.
* د قلات ښار اړوند سید محمد لومړني ښوونځي لپاره د سیمې د ځوانانو لخوا ۳ تختې خېمې ډالۍ شوې، چې زدهکوونکو ته یې خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د خلکو، په ځانګړي ډول د زابل ولایت علمپروره اوسېدونکو له مادي او معنوي همکاریو څخه مننه کړې او د یادو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
