د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم واورول شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۰
9

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم د یوې غونډې په ترڅ کې واورول شو.
 د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو، د پورته ذکر شوي حکم د منځپانګې، موخو او اساسي لارښوونو په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د فرمان ټولې مادې باید د نافذه شرعي اصولو او اداري مسوولیتونو په چوکاټ کې په بشپړه توګه علمي کړي.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یاد حکم د مرکز او ولایتونو ټولو اړوندو ریاستونو ته هم واستول شو او سپارښتنه وشوه چې دغه حکم باید په خپلو اړوندو ادارو، ښوونیزو او تعلیمي مرکزونو کې له کارکوونکو او منسوبینو سره شریک او د عملي کېدو لپاره یې لازم تدابیر ونیول شي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په دغه پنځه ماده‌ییز حکم کې د صورت او سيرت په بشپړ سمون، ټولو کارکوونکو ته د لمانځه په زده کړې، د اطاعت اغېزې رسالې پر لوستلو، د شريعت مطابق د ږيرې او سر د وېښتانو په برابرولو، د خولۍ پر سر کولو سربېره د لمانځه وخت کې د لنګوټې په تړلو او منسوبينو ته پر جماعت د لمانځه کولو لارښوونه شوې.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست چارواکو د یاد حکم د عملي کېدو اهمیت ته په اشارې وویل چې د اسلامي ارزښتونو رعایت، د شرعي احکامو مراعاتول او د اداري مسوولیتونو په ترسره کولو کې د نظم او ژمنتیا پیاوړتیا د سالمې کاري فضا او د ښوونیز نظام د لا ښه والي لپاره مهم بنسټونه دي.
د غونډې په پای کې پر ټولو مسوولینو او کارکوونکو ټینګار وشو چې د یاد حکم لارښوونې په جدي توګه په پام کې ونیسي او د خپلو دندو او مسوولیتونو په ترسره کولو کې یې عملي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم قرارداد لاسلیک شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، د ۹ بابه ښوونیزو مرکزونو د ترمیم او اساسي بیارغونې قرارداد له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ.
د یادې پروژې ټولیز لګښت ۴ میلیونه افغانۍ دی، چې له مخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم واورول شو

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړی حکم د یوې غونډې په ترڅ کې واورول شو.
 د دعوت او ارشاد ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

په غزني ولایت کې یو باب ښوونځی تاسیس شو

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په یوه سیمه کې یو نوی محلي ښوونځی افتتاح او هم‌مهاله د یاد ښوونځي لپاره د څلورو درسي ټولګیو جوړولو چارې هم د سیمې د خلکو په مالي لګښت پیل شوې.
د ګیلان. . .

BACK TO NEWS