په جوزجان کې د ښوونځي لپاره يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند د مصرآباد لېسې لپاره، د سیمې د معارف دوستو خلکو په همکارۍ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت یو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حزبالله مبشر، په ښوونیز چاپېریال کې د عبادت لپاره د مناسب ځای جوړول یو نېک او ارزښتناک اقدام وباله او زیاته یې کړه، چې د اخلاص په نیت او د الله تعالی د رضا لپاره د جومات جوړول له نېکو او ستر اجر لرونکو اعمالو څخه شمېرل کېږي.
